د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه اعلامیه
د افغانستان ملی ګوند د افغانستان ملی ګوند

اعلاميه

د مرغومی ۲۰ کال ۱۳۹۰

کابل افغانستان

د دريو لسيزو را هيسې دهيواد فضا د جګړې تورووريځو پوښلی او ورڅخه وينی راوریږي . سره ددې چې د لسو کالو را په دېخوا د ناتو ځواکونه د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ دسولې دراوستوپه نامه په افغانستان کې ددولت دمخالفینوسره په جګړه آخته دي ، خو د هرې ورځې په تيريدو وضعه لاکړکيچنه کیږي او جګړه نوی ابعاداو پراختيا پيداکوي .

له ګاونډيو هيوادو څخه د ترهګروډلودرالیږلو، دافغان امنیتي ځواکونو سره دمشورې او هماهنګۍ پرته د شپې له خواد خارجی ځواکونو د نظامی عملياتو او په پايله کې د ملکی

تلفاتو اود کورونو دبې ځایه اوپه خپل سر تلاشيو او د ملکی خلکود بمباريو له امله زمونږ دخلکو حوصله پای ته رسیدلی ده. دوطن بیګناه خلك هره ورځ وژل کیږي اوټول افغان ولس په خپل کور اوخپل ټاټوبي کې په ډار او ويره شپې او ورځې تېروی .

زورواکان او دبشر دحقوقو ماتوونکی د هيواد داساسی قانون ټول دموکراتيک ارزښتونه تر پښو لاندې کوی . سړی تښتونه ، دشخصی اوعامه شتمنيو غصبول دوام لری ، د غيرقانونی وسله والو ډلو او نشه ای توکو د قاچاقبرانو لاسونه ورځ تر بلې پسې اوږديږی ، په اداری دستګاه کې د اداری فساد ، بوروکراسۍ، بډو او اختلاس، بی باز خواستۍ٬ ناامنۍ، بيکارۍ ، او ورځ په ورځ زياتيدونکی بېوزلۍ، د دولت او خلکو تر منځ واټن د کړکېچ تر کچې پراخ کړی دی .

د افغانستان ملی ګوند باور لری چې د پيښو په اړه د اوسنۍ واکمنې ادارې بې مسؤليته چلندله يوې خوا او د خپلواک افغانستان په چارو کې د ګاونډيانو پرلپسې مداخلې اود خارجی مداخلو په مخنيوی کې د نړيوالې ټولنې پاتې راتلل له بلې خوا، زمونږ د هيواد برخليک او راتلونکی د ګواښونو سره مخامخ کړيدی .

د يوې ځنډنه منونکی او بېړنۍ دندې او د افغانی ټولنې د حياتی اړتيا په توګه د تل پاتې سولې او ډاډمن امن د تأمين لپاره هڅه او هاند دافغانستان ملی ګوند ورځنۍ اجندا جوړوی . مونږ پر خپل ولس او د هغه د سولې پر بر حقه غوښتنه باندې باور لرو . افغان ولس زمونږ د هيواد، سيمې او نړۍ د سولې د پاره د ګواښ ځالې او مرکزونه د پريمانه قربانیو په منلو سره بربنډاو په ګوته کړل او ټوله نړۍيې د هغه په وړاندې را اوچته کړه . مونږ په داسې حال کې چې د سولې د تأمين په لار کې د افغانی او نړيوالو هڅو بېدريغه ننګه کوو، په قطر او د نړۍ په بل هر ځای کې د سولې د خبرو اترو د اغېزمنتوب او رښتينی سولې د ټينګښت له پاره په لاندې ټکو ټينګار کوو:

- سوله زمونږ د ټولنې حياتی اړتيا ده ، زمونږ د هيواد دخپلواکۍ ، ملی واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا، ودې او پرمختګ برخليک د سولې د سترې چارې سره تړاو لری، د تلپاتې سولې د پاره هڅه او هاند د افغانستان د ټولو بچيانو ستره ملی او وطنی وجيبه ده . مونږ ددې سترملی آرمان په تحقق کې د ټول افغان ولس د پراخ ګډون پلوی کوو .

- له دې امله چې په افغانستان کې سوله او جګړه افغانی او نړيوال اړخونه لری ، نو ځکه د سولې برخليک د افغانانو او نړيوالود رښتينو او صادقانه هڅو سره تړاو لری . بې له شکه دسولې خبرې اترې بايد د افغانانو په مشرۍ تر سره شی ، خو د سولې دبهير څخه د ملګروملتو د سازمان او نړيوالې ټولنې ملاتړ د حياتی ارزښت لرونکی بولو .

- د سولې د يقينی کيدو له پاره د سولې دخبرو آترو د پيل سره سم بايد پوره او کامل اوربند اعلان شی . د دواړو خواو له پاره د منلو وړ ميکانيزم له مخې بايد د اوربند جدی مراعات او څارنه وشی .

- زمونږ له نظره د سولې بهير هغه وخت بريالی او ګټور دی چې د خبرو آترو دواړې خواوې د هيواد اساسی قانون ، انسانی کرامت، د بشر حقوقو، په ځانګړی توګه د ښځو دحقوقو ، مدنی آزاديو ( د فکر او بيان ازادی ، د مطبوعاتو، سياسی ګوندونو ، مدنی ټولنو او نورو...) او تر لاسه شوو برياو، ټينګښت او ودې ته ژمن پاتې شی .

- د تل پاتې سولې او ټيکاو د منځته راتلو د پاره بايد د ملګرو ملتو په مشرۍ د ديپلوماتيکو هلو ځلو په پايله کې د سيمې هيوادونه په ځانګړی توګه د افغانستان ګاونډيان د سولې اوسنئ بهير نه يواځې داچي مختل نه کړی ، بلکې د هغه ملاتړ وکړی او د افغانستان په چارو کې د نه مداخلې تضمين ورکړی .

- مونږ پدی باور لرو چی که دسولي مذاکرات په صادقانه ډول پر مخ بو تلل شي او ټول افغان ولس دسولي دمذاکراتو په هکله په پرلپسي اورښتني ډول په جریان کی واچول شي او دشفافیت په هکله یی ډاډه شي ٬ بيله شکه به یې ټول افغانان تر شا ودریږي اوهيڅوک به ددی جرئت ونکړي چی د سولي په لار کې خنډ ونه واچوي .

د افغانستان ملی ګوند باور لری چې ددې اصولو په دقيق مراعات سره به د افغانستان د جګړې ځپلی ولس د سولی آرمان، چی ددوی حق دي، تر سره شی . دافغانستان ملی ګوند د افغانستان په ټولواصيلو بچيانوغږ کوی چې خپلې ليکې په هيواد کې دسولې او امن دټينګښت ، ودې او پرمختګ ، د هيواد دسمسورتيا او نېکمرغۍ له پاره سره نږدې او متحدې کړی .

و من الله توفيق .

د افغانستان ملی ګوند اجرائيه شورا


January 26th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها